گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وروستئ ورځې او وروستې لمحې
وروستئ ورځې او وروستې لمحې

وروستئ ورځې او وروستې لمحې

زه پوهیږم هغه ورځ به راشي چی ددې دنیا نظاره زما دپاره تمامه شی ، اوژوند به زما په سترګو، وروستې پرده واچوی  او غلی به رخصت شی!ـلیکن ستوری به هماغسي ځلیږی سبا به هغه شان لمر را خیږی  ا وساعتونه به د دریاب د څپو غوندې دغم او ښادئ حساب کوی  او موجونه به وهی!ـزه چی کوم وخت د خپلو لمحو ددغه انجام فکر کوم

، نو ددغه لمحو پرده وشلیږی او زه دمرګ په رڼاکښې ستا دنیا اودهغې بی انتها خزانو ته ګورم ، دهغی یو حقیرڅيزهم  بیمثله  او دهغی ډیرذلیل ژوند هم بی بهادی! هغه شیونه چی دهغو بیکاره آرزوما کوله اوهغه شیونه چی ماته ورسیدل هغه ټول پریږده!ماته یوازې په هغه حقیقی څیزونو قبضه راکړه چی هغه ماتل پریښي اوغورځولی می دی!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا