گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یــابه ســر په غـوائـی کېـــــــــږدم یـــا بـه پــــاس په غــوائی کیــنم !
یــابه ســر په غـوائـی کېـــــــــږدم     یـــا بـه پــــاس په غــوائی کیــنم !

یــابه ســر په غـوائـی کېـــــــــږدم یـــا بـه پــــاس په غــوائی کیــنم !

د وخت دحساسیت اود ممکنه ناورین د مخنیوی لپاره ضرورده چې نن په زغرده په هغوستونځو خبره اود حل لپاره یې وړاندیزونه وکړوچې دجګړې داوږدوالی لامل اود سولې په وړاندې خڼد ګرزیدلئ ده. “واک ته رسیدل او په واک کې پاتې کیدل”دا هغه ستونځه ده چې په مذاکراتو او غونډو کې د جګړې د اړخونو لخوا په شاذ او نادره توګه مطرح کیږې، خو اصلاً همدغه ستونځه زمونږ د شخړو او جګړو بنسټ جوړوی. تر هغو چې دغه ستونځه حل نشی، جګړه به دوام مومی.له واک سره د ولسمشر غنی په لیونئ مینه لا دمخه پوهیدم، مګر د ملی مصلحتونو له امله مو د نوموړی پلوی کړې ده.

زمونږ په هیواد کې ډیرى مشران چې د واک په ګدئ کیناستلی دی، له لږ او زیات توپیر سره یې په مختلفو نومونو او بانو د خپل واک د دوام لپاره جګړې ته د مشروعیت ورکولو لپاره هره روا او ناروا لاره نیولې او دولتی امکانات یې د خپل واک د غځیدو لپاره کارولی دی. ولسمشر غنی هم استثنا نه لری. د واک مجنون ده، خو په واک کې د پاتې کېدو لپاره د اوږد مهاله پلان پرځاى په لنډو لارو باندی بریاوې لټوی.

کله د نجیب د استعفأ ستونځه بانه ګرزوی او وایی چې د استعفأ په ورکولو به دنجیب غلطی نه تکراروی. کله رسنیو ته وایی چې د اساسی قانون په چوکاټ کې د نوموړی واک محدود او کاملاً تشریح شوئ ده. نوموړئ د منتخب ولسمشر په توګه د استعفأ ورکولو واک نه لری. کله کله بیا وایی چې د مصالحې عالی شورا د موقت حکومت د جوړولو واک نه لری او که احیاناً داسې غوښتنه ورڅخه وشی، نو ملت ته به د پریکړې واک ورکړی. په دغه خبره نوموړئ اشارتاً د سولې د مشورتې لویې جرګې په څېر د بلې لویې جرګې رابلل موجه ګڼی.دغه ډول څرګندونې د ستونځې د لا پیچلتیا لامل ګرځی. لمړئ خبره داده چې ډاکټر نجیب په هیواد کې د سولې په موخه استعفأ نه ده وړاندی کړې، بلکې په وطن ګوند کې د ننه د خلق او پرچم د بانډونو ترمنځ رقابتونه د دوستم ملیشو په مرسته د پرچم په ډله پورې د تړلو ځینو مشرانو بغاوتونه د نوموړی د استعفأ لامل وکرزیدل. له قرائنو څخه داسې ښکاری چې ولسمشر غنی په کور د ننه باور بایللئ ده او نړیوال ذهنیت داسې جوړ ده چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې د ولسمشر په واک کې پاتې کیدل نه منی.د سولې په برخه کې د نوښت او پلان نه جوړول یې عمدی عمل ګڼو، په ناببره توګه د جرګو رابلل او بیایې په سپارښتنو عمل نه کول، د سولی وزارت، بازرس اداره او ښځو د عالی شورا په څېر د نورو ګڼو موازی ادارو جوړول او په دندو باندی د ګمارنې تګلارو یې له هیواد سره د نوموړی د لیونئ مینې درلودلو دعوه مطلقاً نفى کوی.

کاری ټیم نشی جوړولاى. له سیاسی ګوندونو او عام ولس سره څه چې له خپل شریک عبدالله عبدالله سره هم د ستونځو د حل وړتیا نه لری. په ملت باندې د باور او تکیه کولو پرځاى په لنډه او مصنوعی بریا باور لری. د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب په نوم له ارزښتونه سره لوبه کوی. ولسی توقعاتو او ملی هیلو ته د عمل په ډګر کې تحقق نشی ورکولاى. په دینی ځانګړتیاو باندې نه پوهیږی، په ملی حساسیتونو یې سر نه خلاصیږی. په حکومتی چوکاټ کې د مشارکت اصل نه پیژنی. د فساد د مخنیوی په برخه کې د نوموړی هڅې ننداره ایز شکل لرى. د سولې په برخه نیمګړتیاوې لری. کار اهل ته د سپارلو وړتیا نه لری او په ژمنو باندی د عمل کولو په تړاو د نوموړی شالید عیبجن ده.د ممکنه بحران په قابو کولو کې یې په وړتیا باور نه لرم. اوس خو د نوموړی په ارادو باندې هم شکمن شوئ یم. لنډه دا چې زما په اند د څلور نورو کالونو لپاره د ولسمشر په توګه د غنی زغمل هیواد ته خطرونه زیږوی.ولسمشر غنی د ځوانانو د حقونو د خوندیتوب چیغې وهی، خو په جګړه کې د وژل شوی ځوان نیمګړی ارمانونو نشی انځورولاى، د ښځو د حقونو ورکولو خبره کوی خو د وژل شوی افغان د بورې مورکئ په اسویلیو کې نغښتل شوې پوښتنې نشی ځوابولاى، د کونډې خورکئ په آهونو کې پرتې ګیلې نشی ارزولاى او د یتیم بچی په سترګو کې د پرتو اوښکو په شکل کې د خپل محرومیت، له جګړو څخه د ستړیا او له سولې سره د مینې داستان نشی لوستلاى.له دغو نیمګړتیاو سره په نوموړی باندی د اعتماد کولو لپاره هیڅ شى شتون نه لری. اوس د نوموړی د واک شریکان هم طوعا و کرهاً ځانونه مجبور ګڼی چې له نوموړی سره د مشارکت د حق ترلاسه کولو لپاره په ژمنو نه، بلکې د عمل په ډګر کې ثبوت وغواړی.

د ممکنه بحران په قابو کولو کې د ولسمشر په وړتیا باور نه کیږی. اوس خو د نوموړی په ارادو باندې هم شکونه کیږی.د خوښئ ځاى ده چې د سولې په برخه کې ولس یوه خوله ده، سیمه ایزه او نړیواله اجماع هم د پخوا په پرتله د قناعت وړ ده، خو متاسفانه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور کچه ښکته او د جګړې د ختمولو په هکله د هغوى ارادې لاهم د پوښتنو وړ دی.که د واک د حرص پر ځاى سولې ته د ژمنتیا هوډ شتون ولری، غولول وخت تیرول، دوکه او هغه د پښتو متل خبره نه وی چې وایی؛”یا به سر په غوائی ورکړم یا به پاس په غوائی کینم” نو د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په وړاندې د بندیانو د خلاصون موضوع خنډ جوړول د حیرانتیا خبره ده. که په جګړې کې د ښکیلو اړخونو په اجندا کې سولې ته ژمنتیا وی، نو بندیان نن یا سبا حتماً خلاصیږی. مهمه داده چې مونږ د وژنو مخه ونیسو. تعجب ده چې د درې سوه بندیانو د خلاصون په بانه د بندیانو له تعداد څخه د څو چنده زیاتو افغانانو وژل به رب، ولس او وجدان ته څنګه او څه ډول توجیه شی؟ بندیان ژوندى دى خو د جګړې اړخونه نور افغانان وژنی. یقیناً دواړه خواوې له ولس سره لوبه کوی. سوله د مقابل اړخ ماتول او تسلیمی ګڼی، په یوه او بله بانه وخت تیروی، په مصالحه او مشارکت باور نه لری. په دغه ډول سناریو کې د بدیلې لارې په غوراوى باندی کار کول اړین دی.طالبان جګړه کولاى شی، مخالف اړخ تنګولاى شی، له ولس سره ځان ګډولاى شی، د جګړو لپاره لاملونه لتولاى شی، بهرنی ځواکونه او کورنی دښمن ننګولاى شی، په حکومت کې د شته نیمګړتیاو، پراخ مالی ادارې او اخلاقی فساد، زورواکی او په حکومت کې د ننه د اختلافات په تبلیغاتی جنګ کې په خپله ګټه راڅرخولاى شی، مګر په هیواد کې د کورنی مدیریت، نړیوالو اړیکو، له قومونو او لږکیو سره د تعاملاتو، او اقتصادی پرمختګونو په برخه کې ستونځې لری.په ګاونډ سیمې او نړیوالو حساسیتونو باندی د پوهاوی او ورسره د تعامل کولو وړتیا نه لری. جګړه او مدیریت مختلف بعدونه دى، ښه قومندان او ښه مدیر بیلې وړتیا او جدا استعدادونه غواړی.ملی یووالی ته د ژمنتیا په برخه کې طالبان د حکومت په پرتله ځینې مثبت اړخونه لری، په ملی نزاکتونو پوهیږی دینی اړخونه رغولاى شی محراب او منبر قابو کولاى شی او د حکومت په مقایسه د فساد کچه پکې کمه ده، خو په سیمه ایزه او نړیواله کچه ورسره حساسیتونه شتون لری او په یوازې ځان د هیواد د مدیریت وړتیا نه لری.د بیان د نسبی ازادی له امله د حکومتی ظلم په وړاندی د ولسی غبرګون مشهودې بیلګی لرو، خو د د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د هغوى د کړنو په وړاندې د هغوى له سخت غبرګون سره د مخ کیدو له خوف څخه څوک هم د احتجاج غږ نشی پورته کولاى. بربنډ واقعیت داده چې د طالبانو له خوا د ملکی تلفاتو، په ځینو ولایتونو کې له ولس سره د طالب چارواکو خشن چلن، پرمختیایی پروژو په وړاندی د خنډونو اچولو، د جینکو له زده کړو سره د مخالفت له امله او په وروستیو کې له امریکا سره د روغې جوړې او له حکومت سره د جګړې کولو له امله ولس له هغوى څخه ناراضه ده. که د روانې جګړې هر لورئ له ارزښتونو څخه د دفاع او مقدس نومونه ورکړی بیا هم د افغانستان خلک د روانې جګړې په سپیڅلتیا باندې باور نه لری.

ولس پوهیږی چې که د واک ستونځه نه وی نو طالب او دولتی عسکر د یو بل د وژلو لپاره هیڅ دلیل نه لری.تر ټولو مهمه دا ده چې طالبان د خپلو قومی تړون، پخوانیو مدیریتی تشو او له پاکستان سره د اړیکو له امله لا دمخه ستونځه لری. که احیاناً فرض کړو چې طالبان به د توپک په زور کابل ونیسی، دا به د یوې بلې خوسا جګړې پیل وی. جګړه به بیا هم دوام وکړی او پوره باور لرم چې د توپک په زور د واک په ګدئ ناست طالبان د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه غیر پښتنو توکمو ته کله هم د منلو وړ نه دی.مونږ پوهیږو چې له ټولو تشو نیمګړتیاو او منفی اړخونو سره سره د نظام تسلسل ساتل غوره کار او د موقت حکومت رامنځ ته کول مونږ شاته بیایی، خو سوله اوس مونږ ته د اکسیجن حیثیت لری. که سوله د موقت حکومت په جوړښت راځی نو مونږ بیا سولې ته د ارجحیت درجه ورکوو او شاته تلو تیار یو. بله دا چې طالبان په یوازې ځان د هیواد د مدیریت وړتیا نه لری او د څلور نورو کالونو لپاره د ولسمشر په توګه د غنی زغمل هیواد ته خطرونه زیږوی.د موقت حکومت لپاره د وړتیاو لرونکی بې پرې ټیم لټون یوه ستونځه، په مذهبی حساسیتونو او قومی نزاکتونو باندې د هغوى پوهیدل بله اړتیا او له جوړیدو وروسته له ولس سره د هغوى متداومې اړیکې ساتل بل مشکل اړخ ده. د موقتی ادارې تر څنګ د سولې د ټولې پروسې د څار او عملی کارونو د تطبیق او د ژمنو د پلئ کولو په موخه د یوې واکمنی شورا تشکیل هم بد غوراوى نه ده چې د موقت حکومت تر مدیریت لاندی د سولې د پړاوونو د څار او لګښت واک ولرى.په هر حال که نیتونه پاک، اراده راسخه، عزم متین او هوډ پیاوړئ وی، نو هیڅ ډول خنډونه زمونږ د بریا مخه نشی نیولاى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا