گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یاری په جواری اوکلی په زورنه ..
یاری په جواری اوکلی په زورنه ..

یاری په جواری اوکلی په زورنه ..

بدبختانه، د سیاست څرخونه مو د ولس د هیلو او د هیواد د ګټو په محور نه، بلکې له ملی ګټو سره په بشپړ تقابل کې  په تشو ژمنو، شعارونو او پیغامونو را څرخیږی. حکومت له نظام او امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ په نوم غونډې جوړوی او لاریونونه کوی، خو هیر یې ده چې د نظام او امنیتی ځواکونه ملاتړ د دغو فرمایشی غونډو په پرتله د سولې په چوکاټ کې په ښه توګه کولاى شو. ملت پوهیږی چې که د غونډو دغه نوښتګر کله هم له واک څخه لرې شی، نو نه یوازې بل هېواد ته به ځی، بلکې د نظام د خرابولو هڅه به هم وکړی، خو ملت به دلته پاتې وی او د ناورین د مخنیوی په موخه به د نظام او امنیتی ځواکونو ملاتړ کوی. زه نظام ته په نظام کې د ننه ګواښونه له بهرنیو ګواښونو څخه جدی او خطرناک ګڼم.ملت مو د جګړو  په لمبو کې سوځی،  کورونه ورڅخه پاتې کیږی او ډیرى له شنه اسمان لاندې ورځې او شپې تیروی هیواد مو کنډواله کیږی او مونږ ورته د بیوسۍ په سترګو ګورو. طالبان ولس ته اعلامیې خپروی چې د هغوى تر مدیریت لاندې سیمو کې میشت خلک به نه ځوریږول کیږی ، خو په ډیرو مواردو کې واقعیتونه بل شان دی. په ځینو سیمو کې د عمل په ډګر کې د خبرو او کړنو ترمنځ ټکر مشهود دی او کړنې یې ځوروونکى انځور وړاندی کوی.ولسمشر غنی په بهرنئ نړۍ کې د افغانستان د ګټو ښه استازیتوب، له نړیوالو سره مفاهمه، په انګلیسی ژبه  ښې خبرې، ښه استدلال، د اقتصادی بنسټونو د پرمختګ لپاره پلان او د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کولاى شی، خو   کورنۍ تګلاره یې ناکامه ده. هر وخت د تزلزل او تذبذب ښکار وی. کار اهل کار ته نشی سپارلى . په لوړو ملی پوستونو باندی داسې اشخاص ګمارل شوی دی چې د ملت په فکری لومړیتوبونو نه پوهېږی. د فساد په وړاندی مبارزه یې د سلیقو پربنسټ ده.د جامع او هراړخیز پلان په تیاری کې پاتی راتلل او له نظام سره د واک تړل یې ستره نیمګړتیا ده. د سولې په تړاو په هر بنسټ د طالبانو او سولې د سرسختو مخالفینو په ګمارلو باندې تمرکز کول سولې ته په رسیدو کې ستونځه جوړوی. د چاپلوسانو لخوا د مخالفینو د ځپلو شعارونو د ولسوالیو د بیرته نیولو چیغو، د نمایشی حمایتی غونډو جوړولو او د زیات شمیر مخالفینو د وژلو په اعلاناتو باندی د ولسمشر غنی ته اوسنى وضعیت سرچپه شودل کیږی.د نظر له خاوندانو سره د سلا او مشورو پر ځاى په پخوانیو جنګسالاران نا مسئولو توپکوال د جګړو ډګر ته را ایستل د ولسمشر هغه غلطی ده چې بوږنوونکې پایله به ولری. حکومت په ټولیزه توګه د عینی واقعیتونو د درک او اړینو پریکړو کولو پرځاى د چاپلوسانو د لاسونو په پړکا د ملی حمایت حساب کوی.طالبان د ولسوالیو نیولو او د هغوى په اصطلاح فتوحاتو او لاس ته ورغلیو امکاناتو هک پک کړی دی. نه پوهیږی چې اوس څه پرې وکړی. بس د جنګی جنون ویروس یې مغزو ته ننوتى دى. شاته  نه ګوری چې وژل شوی خلک څوک وو؟ څوک یې تسلیم کړل؟ او کوم هیواد یې فتحه کړ؟ په ځینو سیمو کې د هغوى د افرادو لخوا د ناوړه کړنو ترسره کول  د تأسف وړ خبره ده. هغوى د ستونځو عمق ته د تلو پرځاى  په خپلو افرادو باندی د لګول شویو تورونو په ردولو  بسنه کوی. جګړه کولاى شی خو د سیاست په ډګر کې پاتې راغلل.  د اوسنیو شرایطو کې په حساسیت نه پوهېږی.قطر میشتی طالبان اوس د نړۍ او نړیوالو په خبرو باندی پوهیدلی دی چې د زور له لارې د واک ترلاسه کول به ورته خورا بوږنونکې پایلې ولری. په نړیواله کچه د طالبانو د انزوا د کورنیو جګړو د پیل او د افغانستان د تباهی لامل ګرزیداى شی. ستونځه دلته ده چې د قطر د سیاسی دفتر مشرانو او د جګړو په ډګر کې د جنګیدونکو طالبانو ترمنځ فکری توپیرونه  د سولې پروسه پیچلتیا ته بیایی.که مونږ غواړو چې افغانستان د تل لپاره یو متمدن هیواد وګرزوو، نو د توپک د شپیلۍ په زور به د واک ترلاسه کولو خونړۍ لاره به بندوو. واک ترلاسه کول به د داسې قانون له مخې وی چې د اسلامی اساسی ارزښتونو ترڅنګ د بیان ازادی ، د ټول ټاکنو له لارې د ولسی ارادو تمثیل، مشارکت او بشری حقونو ته درناوى پکې شتون ولری.  د توپک په ماشه واک ته رسیدلی خلک یوازې دومره کار کولاى شی چې دغه هېواد له یوه ناورین څخه بل ته ولیږدوی د تیرو څلورو لسیزو مشاهدو او تجربو څخه مې دومره زده  کړی چې کلی په زور نه کېږی، یاری په جواری نه کیږی، سوله د توپک له شپیلئ نه راوزی  کورنی بغاوتونه په وژلو نه حل کېږی. ورور د ورور په مقابل کې جنګیدل او جنګول که مجبوریت هم وی، خو په هیڅ ډول د ویاړ وړتیا نلری.د جګړو په دوام کې بیګناه انسانان  سرونه خورې خو ګټې یې د هغو خلکو په برخه وى چې له انسان له غوښو څخه ګټل شوى ډوډۍ یې خوراک، د معصومو ماشومانو وینه یې عائداتی سرچینه او  د انبار شویو انسانی جسدونو له نندارې څخه خوند اخلی. جګړه  له نفرتونو، کرکو، ویرونو، ساندو، ماتمونو او دردونو پرته بل څه نه زیږوی. تعجب ده چې د بدو خلکو بد ژوند او بد مرګ د تاریخ په سینه کې ثبت دى، خو بد خلک بیا هم ورباندی سترګې پټوی. د لسګونو ملیونه انسانانو له قاتلینو لکه نیپولین، هټلر، چنګیز او هلاکو څخه د هغوى خپل خلک هم نفرت کوی. ښه نوم نلری او مرګونه یې په بد حالت کې وو.سوله د افغان ولس یوازنئ هیله ده. سوله همت، حکمت او پیاوړی اراده غواړی. خورا اړینه ده چې حکومت وسلوالو مخالفینو ته د  ګواښونو او جګړو ته د زور ورکولو له لارې نه بلکې د راکړې ورکړې  په فرمول د سولې پروسه پرمخ بوزی. نظام باید په هر حال خوندی او سوله باید تضمین شی. که طالبان  د خپل راتلونکی رول په اړه فکر کوی، نو جګړه د ولسوالیو او ولایتونو سقوط یې قطعاً حل لاره نه ده، بلکې فاجعه زیږوونکې ده.که د سولې لپاره د پلان په جوړولو د ځنګل قانون پلئ کیږی او یا هم په یوه او بله بانه د خپلې ډلې لپاره امتیازات غوښتل کېږی، نو په یقین سره وایم چې دغه وړئ نه شړئ کیږی. بیا وړاندیز دادى چې دواړه لوری خپلې غوښتنې په دقیقه او مشخصه توګه د مبهمو الفاظو کارولو پرته دریمګړی منصفه هیئت ته د پریکړې له مطلق واک سره وسپاری.تیرو څلورو لسیزو  جګړو د افغان ولس د زړه زور اوبه کړى دى. هر هغه څوک چې په لوی لاس ددې جګړې اوږدول غواړی، باید وپوهیږی چې دغه جګړې نه یوازې انسانی ارزښتونه له منځه وړی، بلکې لرې نه ده چې ددې دوزخی اور لمبې یې د کور په انګړ کې هم را تاو شی.که د تاریخ پاڼه راواړوو او د وژونکو له بد انجام څخه زده کړه وکړو، یوپوهیږو چې جګړې بریاوې نه راوړی، بلکې د یو بل منل، بښل اوسوله ایزه انګېزه د ژوند موخه ګرزول بریاوې راوړی. د ختیځ او لویدیځ المان یو کیدل، د جنوبی افریقا تور پوستو او سپین پوستو  یووالی ، په امریکا کې د تور او سپین یوکیدل او په روندا  کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل عام غج اخیستنې هوډ پریښودلو ترشا د بښنې زغم او یوبل د منلو انګیزه پیدا او بیا دغو هیوادونو ته د پرمختګونو لاره پرانستل شوه .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا