گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یونیفورم لومړیتوب دی که قانون ؟
یونیفورم لومړیتوب دی که قانون ؟

یونیفورم لومړیتوب دی که قانون ؟

لکه څنګه چی خبر یاست د روان کال د غبرګونی د میاشتی په ۱۸ نیټه د طالبانو د امارت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو لپاره نوی یونیفورم مشخص او د وېشلو لړۍ رسما پیل شوه. که څه هم یونیفورم چی  په هره دنده کی د ګمارل شویو کسانو د هویت څرګندوی ده خو په یوه جګړه ځپلو او وروسته پاته او یاهم هره بشری ټولنه کی قانون چی د یوی ټولنی ملی هویت پر ګوته کوی تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی . دا په داسی حال کی ده چی که چیری په یوه ټولنه کی پر عدالت او انصاف ولاړ قانون واکمنی موجوده نه وی او پرځای یی د ځنګل قانون په ټولنه حکومت وکړی نو که په داسی ټولنه کی د قانون پلی کوونکو پر ځان د عدالت او انصاف کالی یا یونیفورم هم ور واغوستل شی پایلی به یی په ټولنه کی د جنایت قانونی کول وی .

ګورو چی په ننی نړۍ کی قانون ماتوونکی ، دبلک واټرBlack water په څیر نوری راز راز د بد معاشانو او د انسانی او دینی ارزشونو په وړاندی د استعمار لخوا روزل شوی ډلی ټپلی هم د ځانګړی یونیفورم در لودونکی دی او تر دی چی د بانډونو مشران یی په ټولنه کی د فساد او جنایت د خپریدو په انډول لقبونه او مډالونه ترلاسه کوی نو تر ټولو لومړی باید د افغانستان په څیر جګړه ځپلی ټولنه کی چی د تیرو څو لسیزو د جګړی په لمبوکی سوزیدلی دی د یوه داسی پرانصاف او عدالت ولاړ قانون د پلی کیدو هڅی ګړندی شی  چی د هغی په اجرا کیدو حاکمان او د ټولنی نورټول  وګړی د تمدن او پرمختګ داسی لاره ووهی چی نه یوازی زموږ اوسنی نسل بلکه راتلونکی نسلونه هم په اوسنی نړی کی د تمدن اودرښتیانۍ سولی څخه برخمن او سوکاله ژوند څوکو ته ورسوی. خو دا کار هغه وخت ممکن دی چی د حاکمانو په ګډون د ټولنی ټول وګړی ښځینه دی که نارینه له هر ډول خشونت او تاؤتریخوالی څخه پاک او پرقانون ولاړ چاپیریال په جوړولو کی مرسته وکړی تر څو ددغه چاپیریال په را مینځ ته کیدو په دغه هیواد کی هر اوسیدونکی او وګړی د ټولنی د تکامل سره سم ژوند وکړی .

خو داسی نه چی حاکمان خپل ځانونه آسمانی فریښتې او وګڼی او ځان ته ددی اجازه ورکړی چی په ځمګه کی یوازی دالله خلیفه دی او هرڅنګه  چی یی د نفس د خواهشاتو تقاضاوی په کرکه او نفرت سره هغی ته رسیدل عبادت ؤبولی . نوځکه خو موږ د اسلام د سپیڅلی دین پر احکامو د باور له مخی ویلای شو چی دکورنیو چارو او یا هم بل هر ځواکمن بنسټ دنده داده چی لومړی په ټولنه کی د یوی عمومی ، عادلانه تګلاری او قانون تابیا وکړی او بیا وروسته ددغه قانون د پلی کوونکو د یونیفورم چی کیدای شول زموږ د ټولنی اقتصادی او عمومی حالت ته په کتو  هم هغه دتیر حکومت د قانون پلی کونکو یعنی پولیسو لپاره له جوړ شوی یونیفورم څخه ګټه آخیستل شوی وای .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا