گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د یون صاحب طرحه که په افغانستان کی دهند اوپاکستان دنیابتی جګــړی لــوخړې!؟
د یون صاحب طرحه که په افغانستان کی دهند اوپاکستان دنیابتی جګــړی لــوخړې!؟

د یون صاحب طرحه که په افغانستان کی دهند اوپاکستان دنیابتی جګــړی لــوخړې!؟

د ډاکتراشرف غنی غټه نیمګړتیا دا ده چې پر ځان بې ځایه غره دی، درباری غوړه مالان ترې راتاو دی، له هر چا څخه طرحه غواړی ، خوخپله بیا د یوې جدی اوخطرناکې سیاسی موضوع پر وړاندې عملی طرحه نه لری.د ټیم جوړونې ظرفیت هم نه لری؛ یوازې دولتی امتیاز د ده پر محور د نامتجانسوافرادود را ټولېدو سبب شوی دی، د ملی افرادو برخه په کې ډېره خواره ده.همدا علت دی چې د ده حکومتی او سیاسی سیالان ، دی وخت پر وخت له سختو ننګونو سره مخامخوی. د ده د مقابل لوری د ټلوالې (نظار شورا) ماهیت او خصوصیت بیا دا دی چې د پرله پسې او لایتناهی امتیازاتو غوښتنه کوی او د قدرت غوښتنې غریزه یې هېڅکله د خړوب برید ته نه رسېږی. …….دا پورته فرمائیشات له دوهمی سقاوی له طرحی وروسته چی د طالبانو د واکمنۍ په مهال یی  د سمسور افغان تر مستعار نوم لاندی د لوی افغانستان د ملت جوړونی !!د مانیفیست په توګه د طالبانو امارت ته وړاندی کړی ؤ خو په ځینو خاصو دلائلو یی له پلی کیدوډډه وشوه

یوځل بیاهم د سیاسی اواستخباراتی ډیرو تجربو وروسته  دیوه ستر پښتون نابغه او نامتو مشر حضرت محمد اسمعیل یون صاب د هغی پریکنده  طرحی په سریزه کی لیکل شوی څو کرښی  دی چی ګنی دحضرت یون صاب  په قول« د ثبات او همپالنې ټیم د طرحې پر وړاندې ځوابی طرحه » تر عنوان لاندی یی په خپله فیس بک پاڼه کی خپره کړی ده .که څه هم ګرانه ده چی د یون صاحب ددغه شانی بی مسؤلیته اظهاراتو په باب دی یو څوګ قضاوت وکړی خو تیرو تجربو او په افغانی میډیا په ځانګړی توګه د ژوندون تلویزیونی شبکی له لاری چی داسی ګنګوسی دی چی دغه چینل د هندوستان او پاکستان ترمینځ د تاریخی تبلیغاتی سړی  استخباراتی جګړی دسونګ پر توکو او باروتو تل په افغانستان کی د پاکستانی عزائمو پر وړاندی د هندوستان د RAW  استخباراتی سازمان موخی دلته په افغانستان کی پرمخ بیاېی . که څه هم ګرانه ده چی په افغانستان کی چی د پاکستان او هند پر استخباراتی ډګر بدل شوی دی په دغو دوه د جاسوسې یعنی د پاکستان پوځ د (ISI)  او د هندوستان د RAW  استخباراتی سازمان پوری تړلیو کسانو درک او پته دی ولګول شی خو داسی سندونه موجود دی

په کال  ۲۰۱۸  کی NDS د افغانستان ملی امنیت اداری له لوری د احتجاج جاری ساتلو په موخه څومره روپۍ ورکړی وی چیرته او اوس هغه چیرته دی ؟ …په اسلام آباد کی د احتجاجی مارش  په موخه چی ترټولو لوی احتجاجی مارش ؤ د هندوستان د RAW استخباراتی سازمان څومره پیسی ورکړی وی ؟ د ۲۰۱۸ د آپریل په اتمه په کندهار کی چی د هند کونسلګرۍ ده د منظور پشتین کوم خپلوان چی هغه کونسلګری ته له یوه ملګری سره ورغلی ؤ څومره پیسی ورکړی وی او څنګه یی پاکستان ته رارسولی وی ؟د ژوندون تلویزیون د څښتن محمد اسمعیل یون له PTM  سره څه اړیکه ده او په می ۲۰۱۸ کی یوه هندی دیپلومات څومره ډالردڅه لپاره او څنګه ورورسول ؟ دحوالی او هوانډۍ په وسیله له افغانستان او دوبۍ څخه څومره پیسی راغلی دی ؟ په کابل کی حاجی میرافغان صافی اوپه دوبی کی نصیر ځدراڼ دغه دواړه ستاسو سره څنګه اړیکی لری او دڅه لپاره ؟ اوهغوی چی ستاسو مالی ملاتړ کوی ولی او څنګه یی کوی ؟ د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۳۱ مه د ارمان لواڼې په پیښور کی د څلویښتمی د غونډی لپاره تاسو د افغانستان ملی امنیت اداری یا NDS څومره روپۍ درکړی او څنګه تر تاسو رارسیدلی وی ؟ اوتاسو هغه په څه ډول مصرف کړې ؟ دا خو مالی برخه وه. ستاسو د لراوبر سره څه تعلق دی ؟

دا پر دیوالونو او تهاڼو دلر اوبر شعار څه دی او له هغی سره ستاسو اړیکه څه ده ؟ اومشال خان ټکر له کاناډا څخه څنګه کابل ته راغلی ؤ او له PTM همدا شان د بلوڅو  Baluch Liberation Front (BLF)له مشرلطیف شهوانی سره دهغوی اړیکه څه ده ؟ ددی خبری ځواب هم غواړو . همداشانی کله چی له پولی هغه خوا په افغانستان  کی اس پی طاهر داوړ په شهادت ورسیدو نو سمد لاسه پاکستانی حکومت د  افغانستان له حکومت سره د دیپلوماتیکو نورمونو مطابق د مړی د جسد د انتقال په موخه اړیکه ونیوه تاسو د کوم هدف په خاطر له افغانستان حکومت سره په اړیکه کی شواست  چی باید د پاکستان د حکومت پر ځای د هغی مړۍ دیوی قبائیلی جرګی په وسیله تاسو ته وسپارل شی ؟ دا د حکومت دنده ده که نه ستاسو ذاتی او شخصی معامله ده ؟ ولی مو حکومتی استازو ته ددغه مړی د جسد د ورسپارلو مخنیوۍ کاوه ؟ دا دپاکستان د امنیت خبره ده او تاسو هم باید د پاکستان قوانین ؤمنی نو څنګه بیا دپولی قوانین په پام کی نه نیسۍ او په زوره افغانستان ته دورداخلیدوډله ایزه هڅه کوې او تاسو ته کوم قانون اجازه درکوی چی په بلوا او جلوس کولو افغانستان ته د ورتګ تکل وکړاست ؟ که څوګ هم په کومه سیمه کی دحکومت اویا پاکستانی پوځ د ملاتړ غږ اوچت کړی  ولی وژل کیږی ؟د تحریک طالبان پاکستان TTP مشر مفتی نورولی ،، وایی چی PTM او TTP دواړه یوشی دی ،، ولی TTP ستاسو د ملاتړ په موخه اعلامیه ورکوی ؟ د TTP پر وړاندی خو زموږ جګړه روانه ده ….کله چی  د ډاکتر نجیب الله په مشری حکومت چی نوموړۍ مرشد اسمعیل یون دهغی یو فکری ملاتړی او عملأ یی دحزب دموکراتیک خلق افغانستان د یوی څانګی غړیتوب درلود د مجاهدینو په ځانګړی توګه د احمد شاه مسعود په مشری د ځواکونو له خوا راؤپرځول شو نود مجاهدینو د لوی قوماندان شهید  احمد شاه مسعود  چی په تیر وخت کی یی د نجیب د حکومت په وړاندی د « شورای نظار »په نوم جبهه پر مخ بیوله د اسمعیل یون په سینه  او زړه کی د یوه داسی نفرت اوکرکی زړۍ کیښود چی دوخت په تیریدو سره د اغیارو په ډیرو کمو اوبو تر ډیره وخته تازه ساتل کیږی . ویل کیږی کله چی د پاکستان د لاس پوڅو طالبانو په لاس په کابل کی د مجاهدینو حکومت ړنګ شو نو یوڅه وخت هم د دوهمی سقاوۍ طراح مرشد اسمعیل یون په کابل پوهنتون کی د تبلیغاتی چارواکی په توګه په کار مشغول شو نو کله یی چی ددوهمی سقاوۍ په نوم طرحه چی په واقیعت کی د یوه تاریخی ملت د ړنګولو مانیفیست بللی شی خپره شوه نو ددی او ځینو نورو دلائلو له مخی د طالبانو له لوری اسمعیل یون ته د ګرفتارۍ ګواښ وشو او ویل کیږی چی نوموړی لومړی بلخ او وروسته پیښورته په کډه شو دا داسی مهال ؤ چی نور نود پاکستان کرغیړنه  استراتیژی هم د افغانستان په هکله په بدلیدو شوی وه او اسمعیل یون یی هم دنورو کډوالو په څیر زغملی ؤ خو کله چی دبن کنفرانس په پایله کی د طالبانو اداره له مینځه یوړل شوه نو ددوهمی سقاوۍ طراح  اسمعیل یون ته هم د ټولو پخوانیو کیڼو او ښیو  حکومتونو د کارکونکو او چارواکو په څیر د کار زمینه برابره شوه .

احمد ولی مسعود د افغان ژورنالیست نصیر فیاض د پوښتنی په ځواب کی چی تاسو په ارګ کی د څو کسانونومونه واخلۍ چی ګنی دوی د قومی برترۍ په درلودو د قدرت رسۍ په لاس کی نیولی وی ؟ همدغه ډاکتر صاحب اشرف غنی د ددغه سیاست ژوندی نمونه ! څوک په افغانستان کی له دی انکار کوی چی ډاکتر صاحب اشرف غنی د جمهوری ریاست په مقام کی قومی ذهنیت نه لری ؟  ….احمد ولی مسعود سمدلاسه ددغه خبری په بیان سره  هارون چخانسوری ته  چی د ارګ په پلوی میز ته رابلل شوی ؤ په اشاره سره وویل ته دډاکتر صاحب اشرف غنی استازۍ یی ته همدا اوس له اشرف غنی څخه ؤپوښته هغه مهال چی د اساسی قانون د تصویب لویه جرګه رابلل شوی وه  کله چی لویه جرګه په ځنډ روانه وه ډاکتر صاحب اشرف غنی په ډیر صراحت د شلو کسانو په وړاندی یی  زه له لاسه ونیوم او ماته یی په خطاب کی ؤویل : چی جناب سفیر صاحب ! یاد ساته هرکله چی زه واک ته ورسیدم یا په قومی زور یا د برچی په زور یا د پردیو په مرسته دا تاسو خلک له هیواده شړم . هم هغه ورځ زه کرزی صاحب له لوری دعوت او وغوښتلی شوم او بښنه یی وغوښته ، ویل یی چی زه بښنه غواړم بیا هم  بښنه غواړم د هغه اعصاب پر ځای نه وه کیدای شی اعصاب یی پرځای نه ؤ خو دزړه خبره اوغوښتنه خو یی له خولی  راوه ایسته .

که څه هم د فریدون خوازون په نوم کس چی ځان یی د عبدالله عبدالله ویاند ګاڼه له ننګرهار  څخه د خپریدونکی تلویزیونی شبکی د خبریال دپوښتنی په ځواب کی چیددی پوښتنی په ځواب کی چی په دی وروستیو کی د ولس مشراشرف غنی او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله ، عبدالله ترمینځ د سیاسی هوکړی خبرونه زیات شوی دی دا چی اصلی کیسه څه ده او هوکړه په څه باندی شوی ده اوکومی خبری او طرحی چی پخوا په  رسنیو کی خپریږی او ښکته پورته کیږی څومره رښتیا دی وویل : لومړی غواړم دطرحو په هکله ووایم هغه طرحی چی په رسنیو او ټولنیزو شبکو کی خپریږی دا طرحی زموږ نه دی اودا په موږپوری اړه نلری دا چی هرچا جوړی کړی او خپری کړی دی یوازی تبلیغات دی چی غواړی دا روان بهیر چی کوم دی چی موږ د یوه سیاسی جوړ جاړی ته درسیدو لپاره او په افغانستان کی دروان سیاسی بحران د حل او بن بست دماتیدو لپاره کومی هڅی روانی دی دا هڅی زیان منی کړی . موږ تراوسه خپله طرحه له رسنیو سره نده شریکه کړی …..هغه څه چی مهم دی هغه دادی چی دافغانستان اوسنی شرائیط دا تقاضا کوی چی موږ سیاسی کړکیچ دخبرواترو او مذاکراتو له لاری حل کړو …په لویه کچه توافق شوی دی ددواړو ټیمونو او ددواړو رهبرانو ترمینځ خو په جزیاتو کی لاتراوسه هم بحثونه شته ، مینځ ګړی تګ راتګ لری طمع داده چی ډیر ژر کوم جزیات چی نا حله پاته دی پرهغی هم توافق وشی ….

خو ددی سره د ښاغلی محمد اسمعیل یون داهیانه او مرشدانه زعامت ته په درناوی نه شوکولای چی د دغه مرشد پر مرشدانه طرح باندی هم سترګی پټی کړو ښاغلی مرشد یون د خپلی علمی او تاریخی طرحی په یوه برخه کی چی هم هغه د طالبانو په واکمنی کی د  خپری شوی دوهمی سقاوۍ په نوم د حل لاری ضمیمه ګڼلای شی داسی راغلی دی :اوداسی نور….. خو هیڅوګ نه پوهیږی چی په یوویشتمه پیړۍ کی دداسی له ترحم او زغم څخه ډکی خونړۍ دیکتاتورۍ کوم اړخ یی وبولی ؟ خو یو څه چی په رښتیا هم ددوهمی سقاوۍ ضمیمه ګڼل یی په ګوتو کوی هغه داده چی د دوهمی سقاوۍ لومړنۍ چاپ چه د ۱۳۷۷ لمریز کال چی د میلادی ۱۹۹۸ سره یی سمون خؤړ او په جرمنی کی د افغانستان د کلتوری ودی ټولنی په مرسته خپره شوی وه او وروسته یی په افغانستان کی چټکو بدلونونو ته په کتنه او پر هغه خونړی جنایاتو چی سترګو پټولو په موخه چی دطالبانو د واکمنی په لومړیو کالونو  یعنی ۱۳۷۷ چی د میلادی ۱۹۹۸ سره یی سمون خؤړ په لومړنی چاپ کی په خونړیو تورو لیکل شوی ؤ او په ټول هیواد کی یی د لیکوال سمسور افغان یا همدا اسمعیل یون  اوپه جرمنی کی  دافغانستان دکلتوری ودی ټولنی په وړانی چی ویل کیږی اسمعیل یون د خپل زوی په نوم په مستعارډول لیکلی او خپور کړی ؤ سخته کرکه را پارولی وه نو په لنډمهال ډول یی ددوهم چاپ د خپرولو تردوهمه سقاوی (دنویوسندونو له مخی له نویوزیاتونو سره) نوم لاندی اقدام وکړداسی چی ګنی  د کتاب په بیا ځلی چاپ به وکولای شی په آسانۍ سره د خلکو او اولس په سترګو کی خاور ورؤپاشی اوهغه د اجباری وژنو،کوچ او تبعید سیاست چی ددوهمی سقاوۍ په لومړنی چاپ کی ترسترګو کیده د ولسواکۍ او ټولنیز عدالت په جعلی پوښ کی تر خلکوور ورسوی خو واقیعت دادی چی هغه دیوه مشهور ټولنپوه په قول تر څو له جنایت څخه کرکه او دهغی پر وړاندی مبارزه د بنیادم پر اخلاقو او وجدان بدله نه شی هیڅکله هم د هغه بدن له کرکی او جنایت څخه پاک نه دی نوځکه خو کله هم چی دغه دوحشت اوبربریت د مرشد اسمعیل یون په وجود کی دجنایت د بالقوه غریزی د نمو لپاره شرائیط په را ښکاره کیدوشی نو هغه مهال یی خوله اولاس دواړه په حرکت راشی او ددوهمی سقاوی پاته برخی ورزیاتوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا