گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زه دې په پټه خوله هم پیژنم …!
زه دې په پټه خوله هم پیژنم …!

زه دې په پټه خوله هم پیژنم …!

دا دې نن بیا وروسته له یوځنډ می دلوی اسناد ( استاد خادم بابا ) دیو ښکلی ادبی اثرڅځه بو په زړه پوری غزل را غوره کړ چی څلور پنځوس کاله مخکی یی خپل ولس اوټولنې ته وړاندی کړی زه یی په وطنی ا وادبی مینه له تاسو دوستانو سره شریکوم هیله ده په ادبی او ولس مینه یی ولولئ اوله خپلو دوستانو سره یی شریک کړی ، مننه ا ودرنښت

دا هم تاسی اوداهم غزل:

زه دې په پټه خوله هم پیژنم قسم مه کوه

رقیبه خدای دپاره نور دغسی چـم مه کوه

خوږې خبرې دهیواد له حاله څله کوی

ځه خپلې لوبی کړه دنورو خلکو غم مه کوه

ما دې سجدې دنس دبت دباره ښې لیدلی

ماته خبرې د کعبې او د حرم مه کــــــــوه

له اباسیده ترآمو داسیمه چا ویشلې

وایی غازی ماته بحثونه دتورخم مه کوه

یا په دې سبینه لاره درومه چی پری درومو سره

که نه بحثونه اروړه رقم رقم مــــــــــــه کــــــــوه

بې له پښتوبه یوه نشی دپښتو داسیمـــــــــــــــــــــه

دا یوقسم دی هره ورځ په ما قسم مه کوه

چی د آمو په مخ کښې نښې د یامو شی پیدا

خادم ته څه له وایی غم د جام او جـم مـــــه کوه

دخان غازی سره مشاعره . دولسم دقوس ۱۳۴۳

ترتیب تنظیم ا وټایب :

نیټه : د نوامبر ۱۷ کال ۲۰۱۸ ــ سکاربرو ، آنتاریو ، لویه کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا