گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ځه،قام دې هم درسره بوزه !
ځه،قام دې هم درسره بوزه !

ځه،قام دې هم درسره بوزه !

دغوره کوؤنکی یادونه :  درندو دوستانوخویندو وروڼو ! دادی نن بیا دلوی استاد( استاد خادم بابا ) دخیالی دنیا دمنثوراشعاروڅخه دا په زړه پوری نثری پارچه چی عنوان یی دی ( په محشر کښې) را غوره کړی ، هیله ده په ادبی مینه یی ولولئ

را حا ضر کړئ دغه سړی چی په دنیا کښې یئ ډیر ژړلی او اوښکې یې تویی کړې دی .ما ددغه اوښکو له برکته دی وباخښه ـ ځه ، زما جنت ابدی نعمتونو، حورو قصرونو ته !

پښتون شاعر:

ای زما خاونده ! ـ ای د کائناتو خالقه ! ما په ډیر عجز او نیاز ستا رحم ، او مهربانی، ستا داد او نعمتونه غوښتی دی ـ مګر نه یوازې دځان دپاره ـ زما مهربانه باداره !زما نا پوه ، خوار او مظلوم قام ستا د رحم وړ دی !

لوی څښتن :

ځه ، قام دې هم درسره بوزه !

پښتون شاعر:

ای زما ربه ! زما قام  یوازې همدا نه دی . زما قام د خیبر نه کښته پورته ، دسلیمان غره نه لرو برپورت دی . ظالمانو دوه نیمه کړی دی . که ازن وی چی غونډ او متحد یی ووینم ـ دغه دی زما سوال ای زما آقا !لوی څښتن ( په مسیدو) ځه ، همدغسې زما خوښه ده ـ ای زما د غریب مخلوق محب او خدمتګاره !

پښتون شاعر:

( دقام دوحدت ترانه وائی ) روان شو !

دشاعر میرمن : پاڅه ، پاڅه ای سړیه په خوب کښې هم ستا سندرې دی ـ

پاڅه صبا دی ! نمونځ قضاء کیږی ! ـ پاڅه ….

کږه : درویشتم د څلورمی ۱۳۲۷ .

ټایپ تنظیم او خوښوونکې .

نیټه دویم د د سمبر ۲۰۲۰ / سکاربرو/ انتاریو /  کاناډا .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا