گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرافغانستان که پرترهه ګرو برید؟
پرافغانستان که پرترهه ګرو برید؟

پرافغانستان که پرترهه ګرو برید؟

دپاکستان او طالبانو ترمینځ له څو ورځو تاؤ تریخوالی او یو بل ته د ستغوسپورو له ویلو او نذرانه  کولو وروسته نن د مارچ په ۲۱ مه په داسی حال کی چی د پسرلی غوټۍ د غوړیدو په حال کی وی د پاکستان د بهرنیو چارود وزارت ویاندی آغلی زهره بلوچ د یوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی پر خوست او پکتیکا د هغو ړندو بمباریو په هکله رڼا واچوله چی له شک پرته پاکستانیو ظالمو پوځونو پر افغانستان کی د هغو ترهه ګرو ډلو ځالی او پټن ځایونه په نښه کړل کوم چی یو مهال د پاکستانی پوځ لخوا د خپلو استراتیژیکو موخو لپاره روزل شوی ؤ .

میرمن زهره بلوچ په ډاګه کړه چی پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ احترام کوی خودپولی هغه غاړی یعنی افغانستان لوری څخه به د راتلونکی  ترهرګرۍ مخه ونیول شی اوهغه به برداشت نه کړای شو. آغلی زهره بلوچ زیاته کړه چی چی په افغانستان کی د ترهګرو د موجودیت شواهد څو واری د افغان حکومت یعنی طالبانو ته ښودل شوی دی خو ددی سره ، سره  ددغه بریدونو د مخنیوی په موخه هیڅ شانی د پام وړاقدامات ترسره شوی نه دی . خو دپاکستان د بهرنیو چارووزارت ویاندی ونه ویل چی دا ترهه ګر چا روزلی او څنګه افغانستان ته رسول شوی ؤ ؟

خو هغی په بی شرمې سره وویل چی د پاکستان پوځی الوتکو د مارچ میاشتی په ۱۸ نیټه عملیات  د افغانستان په دننه کی د منع کړای شوی تحریک طالبان پاکستان TTP اودهغوی دیوی برخی قوماندان ګل بهادرپرمورچلونو سرته رسیدلی ؤ.دسیاسی چارود کتونکو په باورد میرمن زهره بلوچ څرګندونی نه یوازی د افغان طالبانو په وړاندی یو زرګری ګواښ بللی بلکه ددوی دغه بی شرمانه بریدونه دا په ډاګه کوی چی پاکستان د ترهه ګرو ځاله اوددلالې مرکز دی چی  هرچیرته او هرکله  چی ؤغواړی دخپلو خونړیو موخو اوهدفونو ته درسیدو په لاره کی تری کار آخلی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا