گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زماداتلسو کالونو دعـــاءاومناجات !
زماداتلسو کالونو دعـــاءاومناجات !

زماداتلسو کالونو دعـــاءاومناجات !

خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی

ښه با ایمانه مسلمان پیدا کـــــــــــــــړی

کودتا ګانو ځورلی یو دیــــــــــــــــــــــر

مونږ دسولی قهــــــــرمان پیدا کـــــــړی

چی زمونږ هیواد پری سرتاسر آباد شــي

د اسی مــــــــلی مــــــبــارزان پیداکــــړی

چی د افغان په نوم راټول شی ســــــــــــره

داسی پياوړي افغانان بــــــــیدا کــــــــــړی

چی ګور کینیان وه په لړزه ورځـــــــــینې

په مونږ کی هغه میرویــــس خان پیدا کړی

چی بیا ایران تر هندوستان فتـــــــح کــړیآت

بیا با همـــــــته او باغیرته احمد خان پیدا کړی

چی انګریزان یی لاس په سرکړل له ژوند

مونږ کی ایوب  او اکبـــــــر خان بیدا کړی

چا به  وهلی وه سر په سنګ ورســـــــــــره

مونږ کی رحمان او خوشحال خــان پیدا کړی

چی دپامیر واخان ساتـــــــــــــنه وکــــــــړی

دلوی آرین  هغه بچیان پیدا کـــــــــــــــړی

بیا د آمو نه تــــــــــــر آټکه پـــــــــــــــوری

دغې دفاع  ته ستر غازیان پیدا کـــــــــــړی

مونږ ملبس کړی په عصری علــــــــــو مــو

مونږ کی رښتیني افغــــــانان پیدا کـــــــړی

چی تیر تاریخ مو را ژوندی کړی ربــــــــــه

په مونږ کی داسی  خـــــــــادمان پیدا کـــړی

دا څه بد حال دی زمونږ په پاکه خـــــاوره

دآسیا زړه کی  صــــــــــادقـــان  پیدا کړی

چی د رنځور ملت دوا پـــــــــــرې وشــــي

داسی طبیب  ا وداکـــــــــــــــتران پیدا کړی

د فغانستان خو لوی تاریخ  دی رپـــــــــــــــه

ددې تاریخ  محـــــــــــــافظان پیدا کــــــــړی

خدایا زما دعــــــاء قبــــوله کړی تــــــــــــه

د بیټ نیکه زوی کـی وجدان پیدا کـــــــــړی

چی د امان ظاهـــــــــــر تاریخ ژوندی کړی

مونږ کی  داؤد دملت پـــــــــــــلارپیدا کړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا