گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زما دعایه کلام او دزړه خواله!
زما دعایه کلام او دزړه خواله!

زما دعایه کلام او دزړه خواله!

خدایه په مونږ کـــــی لوی انسان پیدا کړی

ښه با ایمـــــانه مســـــلمان پیدا کــــــړی

کودتاګانو ځورولی یو ډیـــــــــــــــــــــــــر

مونږ ته دسولی قهـــــرمان پیدا کـــــــړی

چی زمونږ هیواد پری سراسر ابــــاد شی

داسی مـــــــــــــلی مبارزان پیدا کــــــړی

چی دافغان په واحد نوم را ټـــــول شـــــی

داسی پـــــیاوړی افغانـــــــــان پیدا کــړی

چی ګورګینیان وه په لړزه ورځــــــینــــی

په مونږ کی هغه میرویس خــان پیدا کړی

چی بیا ایران تر هندوستان کړی فتــــحه

بیاعدالت او احمــــــــــــدخان پیدا کــړی

چی انګریزان لاس په سرکړل دژونـــــــد

مونږ کی ایـــــوب او اکبرخان پیدا کړی

چی وهلی سر به سنـــــــګ ورسره

مونږ کی رحمان او خــــوشحالخان پیدا کړی

چی دپامیر واخان ساتنه وکــــــــــړی

دلوی ارین هغـــــــــــه بچیان پیداکړی

بیا دآمـــــو نه تر جــــــــهلمه پوری

دلوی وطن ته ستر غــــــازیان پیدا کړی

مونږ ملبس کړی په عصری عــــلومـــو

مونږ کی رښتینی عالـــمان پیدا کړی

چی تیر تاریخ مورا ژوندی کړی بیرته

په مونږ کی داسی خادمان پیدا کړی

داڅه بد حال راغلو زمونږ په خاوره

دایشیا زړه کی داود خان پیدا کړی

چی درنځور ملت درمل پری وشی

داسی داکتر او طبیبان پیدا کړی

زمونږ چی ډک له کارنامو تاریخ دی

ددی تاریخ محافـــــظان پیدا کړی

خدایه ! زما دعا قبوله کړی تـــــه

دبیټ نیکـــــــــه زوی کی ایمان پیدا کړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا