گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زه پورغواړم هغه نورغواړی !
زه پورغواړم هغه نورغواړی !

زه پورغواړم هغه نورغواړی !

د تیری دوشنبی په ورځ ناوخته د امریکا د سپینی ماڼی یوی ښځینه  ویاندی جن پاساکی  Jen Psaki.د طالب  ټامی امیر خان متقی د سوالونو او زاریو په ځواب کی چی د امریکا متحده ایالاتو ته یی په خطاب کی ویلی یی ؤ قربان یی له نامی شم ،  امریکا یولوی ملت دی پر موږ دی لږشانی رحم وکړی او څه دپاسه نه میلیارده ډالره  دبیت المال پیسی دی چه زموږ په کونډو او رنډو پوری تړاؤ لری او زموږ یعنی د طالبانو دسل په سلوکی اسلامی امارت واک ته په رسیدویی کنګل کړی را ایله کړی ،لا د ټامی طالب  آغا امیر خان د متملقانه تقاضأ او غوښتنی لوګی  د قبضه شوی ارګ د ماڼیو له بامبوټیو نه ؤ پورته شوی چی جن پاساکی  Jen Psaki.د امریکا دسپینی ماڼې ویاندی  چی کیدای شی د جنیاتو په وسیله یی د امیر خان متقی تقاضا یی ترغوږونو رسیدلی وی داسی غبرګون وښود چی هغه د پښتود مشهور متل سره چی وایی  زه پورغواړم هغه نور غواړی مطابقت کولای شی .جن پاساکی ترورد امیر خان متقی صاب د غوښتنی په ځواب کی ویلی ؤ چی :

څوخبری دی چی دا شتمنی یا د ملا امیر خان په قول داد بیت المال شتمنی کنګل شوی پاتی ده  . د جن پاساکی  ترور په وینا دا پیچلی موضوع ده او دامریکا حکومت په ډیر دقت سره په دی اړه د خپلو متحدینو او شریکانو په همکارئ آرزونی کوی .جن پاساکی ترورپرته له دی چی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمی پیښی اصلی عوامل په ګوته کړی او یا هم له سپتمبر وروسته پیښی وڅیړی او قربانیان یی چی زیاتره یی افغان بی اسری اولس دی  په نښه کاندی  او ددی تر څنګ د افغانستان دنوموړی شتمنی او بانکی ذخائرو څرنګوالی پر ګوته کړی وایی چی : لومړی او ترټولو مهمه داده چی ددی شتمنی سپارل د سپتمبر په یولسمه په تروریستی حملو کی د قربانیانو په دعوی پوری تړل شوی ده چی دطالبانو پر ضد روانه ده . دا قضائی دعوی له پامه نه شی غورځیدلای .او ددی سبب شوی ده چی دهر ډول شتمنی چالش باید په موقت ډول کنګل شی چی شاید دکال تر پایه او یا ترهغی هم زیاتی مودی پوری کنګل وی . جن پاساکی  ترور د دغو شتمنیو د کنګل کیدو دوهم دلیل داسی بیان کړ چی : ګنی غور روان دی چی دغه شتمنی که سپارل کیږی په څه ډول مستقیمأ دافغانستان اولس ته یی ګټه ورسیږی . او څنګه یقینی شی چی طالبانو ته یی ګټه ونه رسیږی ؟که څه هم دافغانستان د مرکزی بانک یوه پخوانی سلاکار او دبورد یوه غړی شاه محرابی  چی په امریکا کی د اقتصاد استاد هم ښودل شوی دی په دی هکله له امریکا غږسره په مرکه کی وویل چی امریکا دا توان لری چی دشتمنې له سپارلو وروسته هم څارنه وکړی …..

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا