گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بــیــــرتـــه به پیـــدا نـــه شــــی هـــغــه ښکلـــی صبـــری مشـــران
بــیــــرتـــه به پیـــدا نـــه شــــی     هـــغــه ښکلـــی صبـــری مشـــران

بــیــــرتـــه به پیـــدا نـــه شــــی هـــغــه ښکلـــی صبـــری مشـــران

     صبــــری بــه منـــــی !؟
هسې ویل کیږی چې د خوست په ولایت کې په ځینو موټرونواو ګاډو هم دا پورتنی پوښتنه لیکل شوی ده.هو! د هغه قوم په اړه چې د پښتنو د کرلاڼ په پښت او ګروپ پوری تړلی او سهیل ته یې لوی خوست،ختیځ ته یې د باک اوتریزیوولسوالۍ ،لویدیځ اوشمال ته یې د منګلواو بلخیلوقوم پروت دی.

د خوست لرغونی اوښیرازه سیمه په دوو نومونو،نومول شوی ده .مرکزی خوست ته لوی خوست اود خونه کنډو پورته بیا دکمکی خوست په نامه یادیږی.د صبریو قوم د خوست د ولایت د ټولو استوګن قومونو په پرتله د کمیت او نفوسوله پلوه سترقوم بلل کیږی اود استوګنې جغرافیایی سیمه یې له زمبرڅخه تر تورو اوبوترسیمی چې ټول اوسیدونکی یې صبری دی خورا پراخه سیمه ده اودغه قوم د کلونو،کلونوپه اوږدو کې د موسی خیل کوچیانو سره په ورور ګلویزواړیکوڅنګ په څنګ د شاویې په پراخه د ښته اووارښوګانوکې اوسیدلی د څړځایونواو مزروڅخه یې تل ګټه پورته کړی ده.د صبریوقوم د خپل قومی یووالی اولښکری انتظام په موخه دوه قومی بیرغونه د زمبراوبادخانې د بیرغونوپه نوم لری چې د پیړیوپه اوږدو کې یې د دغه غیرتی قوم یوموټی والی اوپیوستون ساتلی دی.

خدای بښلې ګل محمد چی ځان ته یی مادن او یا هم محمد انور ویل د صبریو د ډیرو نامتو شاعرانو او سندرغاړو ګڼل کیده                        د صبریو دقوم جوړښت لس ټالی پنځه روغه اوپنځه زمبرچې د روغه پنځمه ټاله یعقوبی او مولی هم په دغه قومی شمیره کې راځی.خویعقوبی،مولی اولیونخیل قومونه په صبریوکې استوګن او وصلی قومونه بلل کیږی چې د ورورګلویزواړیکوپه ساتلوسره یې تل د کنډوونو په تړاوصبریوته د مرستې اوږه ورکړی ده.د صبریواستوګن خیلونه زیات اوپه هغو کې هم ځینی اصلی اونور وصلی شمیرل کیږی.خو دهغوتشخیص اوپیژند ګلوی تر اوسه په کره توګه نه ده شوی.بیلا بیلو خیلونو لکه آسوخیل،عاشورخیل،نوری خیل،رحیم خیل،ویشیرخیل ابوخیل،غزنی خیل،خودی خیل،پرې خیل،ګوټ خیل،بازوخیل …. اونورد هغه قومی جوړښت رامنځته کړی دی.

د پښتنوقومونواو قبایلود عنعنوی ګوندیوپه حساب چې له بده مرغه د تورګوند اوسپین ګوند په نومونویاد شوی د صبریو قوم ،سپین ګوندی اوپه دې تړاوځدراڼو،تڼیو،مندوزیواونورو سپین ګوندیوقومونوسره یې خپلې اړیکی تل پیاوړی اوژوندی ساتلی دی.او په قومی سترو منازعاتو کې دیواوبل ملاتړاو مرستې ته په زغرده اوښکاره د دوستی لاسونه ورکوی.د صبریو قوم د لویې پکتیا په سطحه مطرح اونومیالی مشران او مخور درلودل داسې مشران اوسپین ږیری چې ټول صبری یې خپل اولاد اوخپل ځان شمیره اود خپل قوم یووالی اوپیوستون یې خپله ملی،دینی اوپښتنی دنده بلله اود خپل قوم درنښت او وجاهت یې خپل درنښت اوعزت باله او همدا سبب وچې د صبریو دقوم مشرانو د نوروقومونوپه منځ کې هم اوچت اود عزت مقام درلود او ځکه سیمه ییز شاعران په ډیر تاسف خپله دزړه کړیکه او ناره د صبریو داوسنی غمجن اوویرجن حالت په اړه داسې بیانوی :بــیرته به پیدا نه شی ښکلی صبری مشراندریغه،دریغه ! له اوولسو کلونود کډوالۍ له دیاره کله چې خوست ته ورسیدم زیاترو دوستانوبه راته ویل پام کوه صبریو ته مه ځه .ما به ورته وویل چې ولې د صبریوپه اړه دومره اندیښنه اوویره لری؟ځینو دوستانوبه ویل چې اوس خو د عامو اوخاصو د ژبو په سر دا پوښتنه ده چې صبری به منی؟رښتیا هم راسره له کابله راغلی ټیکسی ډریور ګران عربستان منګل هم چې خورا مینه ناک اوځیږپښتون ځلمی وصبریو ته له تګه ،بښنه وغوښته خوزما په زړه کې د خپل کلی اوبانډې نا پایه مینه اوخاطرې لکه بلې ډیوې بلیدې اوبې له ترهې اواندیښنې د خپل کلی په لور روان شوم.له خوست څخه تر ځاځی میدان ولسوالۍ پوری لاره اوسرک پوښ خود صبریوپه لور ورانې،ویجاړې اوکنډ کپر لارې د دغه بد مرغه سیمی اوبد مرغه قوم ،ویرجن اوغمجن حالت په ډاګه کوی لا خپل کلی ته په لاره وم چې د د وسله وال پوځ،کمپاین اوملی اردواو هوایی چورلکوددرنه بمباراودرنو وسلوسره اورونه دصبریود شینکی کلی،ګلدارکلی، څپری اوورڅیرمه کلوڅخه پورته کیدل اوخونړۍ جګړه روانه وه.د ګڼو کلواوسیمو څخه تور لوګی پورته کیدل.له دغه ناتاره دا جوته ده چې د صبریوقوم هغه شمله وراو درنه مشران نه شته کوموچې د خپل قوم درنښت،عزت اوسوکالی یې خپله وجدانی دنده شمیرله او همدا لامل دی چې د صبری باتور قوم د بې وجدانه،بې ضمیره اونامسلمانه ،سخت زړوترهګرواوناپیژانده غلواوډاکوانو په لاسونو کې لویدلی او پخپلو کرغیړنولاسونو یې د خپل قوم رښتینی بچیان ،ډاکتران،انجینران،دولتی کارمندان،ښوونکی اوروښانفکران او ویاړلی قومی مشران شهیدان اوپخپلووینوکې د دوښمن په لمسون شهیدان کړل اودغه ستر قوم دومره ناتوانه اوبې وسه شوی چې د ګوتوپه شمارلنډغروپه تورومنګولو کې لویدلی اود صبریو سپین نیتی،روغ یتی اوغیرتی خلک په همیشنی غم او ویر کې شپې او ورځې تیروی .


ټول ګټی تاسیسات،روغتیایی کلینیکونه، د کرنې بندونه، د ښوونی اوروزنې عالی مرکزونه اوښوونځۍ،پا خه سرکونه اود مد نیت نښې په کې نه لیدل کیږی. زیاتره ځوانان د لوړو زده کړو په موخه خوست ولایت اویا دهیواد نورسیموته کده شوی دی.او دا قوم د څو تنواوباشانواود تور پنجاب د تورلنګیومزدورانو په لاسو کې لویدلی دی اود صبریو د ځوان نسل نجونواوځوانانود روزنې اوښوونې بهیر په ټپه ولاړاود هغه جبیره نا شونی او زړه بوږنووکی ده .د دغه درنه قوم د مشرتوب ویاړد سلګونو،سلګونوکلونواو پیړیو په اوږدو کې د صبریو د نورو شمله ورواو درنو مخورو او مشرانو په څنګ کې زموږ د غورنیکونواو پلرونو په لاس کې و.د دغه قو د عزت او پت دساتنې په لاره کې زموږ دریو تنو نامتو نیکه ګانو ظریف ابا، میرزکی ابا او آیوب دادا خپل سرونه قربان کړی اوسمند آبا په اړه څو پیړۍ دمخه دا سندره په منګلو کې بولل کیده چې ویل یې:د ظریف زویه سمنده، لکړۍ،اوکبۍ ،روپریږده ،پاسنی منګل دې بولی،د ظریف زویه سمندهاو بیا د سمند آبا زوی حکم آبا چې په یوه غرنی سیمه کې په جګړه بوخت و داسې وایې:حکم چې دا تنګه په زړه وی،بیا به ویشلی سرته نه وړی بیرغونهاوبیا په وروسته زمانو کې د صبریو دقوم شمله وراودروند مخور مشرمامور صیب علی جان خان صبری وچې د قومی مشرتوب سربیره د علم او فضیلت درنه کـکرۍ او د اعلیحظرت غازی آمان الله نیږدی ملګری اود هغه د ویاړلی زعامت په مهال د سمت جنوبی یالویې پکتیا د معارف مدیر اود زرمت،ګردیز،خوست او څمکنیو کې د ښوونې او روزنې د ښوونځیوموسس بلل کیږی. 

دهغه په اړه به د منګلوغیور قوم دا بدله ویله:علی جان ته عریضه یووړه صبریوــــ چې موږ نه رسو منګلو په بدیوخوزما ارواښاد تره د منګلو د با شهامته قوم سره د صبری اړیکی دوستانه او نورما ل ساتلی وې او د منګلو د قوم پر ضد یې د ډګر جنرال فیض محمد خان په مشری د پکتیا دټولو قومونو د ډله ییزو لښکرود حملې مخه ډب اود پکتیا د قومونوپه جرګه کې یې په زغرده او ډاګه وویل:چې د لویې پکتیا ټول قومونه سره وروڼه قومونه دی د سرک د جوړیدو په پلمه د منګلود قوم پرضد هر ډول پریکړه د منلو وور نه بولم .پکتیا غیرتی توره او منګل د دغې غیرتی توری جوهر دی.په غونډه کې دپکتیا ټولو مشرانودهغه تایید وکړاود وخت د حکومت توطیه نا کامه شوه .خود وخت چارواکو د صبریو د قوم په منځ کې ځینی ساده اونور په قومی لحاظ بې هویته کسان وپنځول اود پنځه جریبه ځمکو په بخشیش او سوغات یې دصبریود قوم په منځ کې تخاصم اودوښمنی ته وګومارل.اوله بده مرغه داباتوراومیړنی قوم په راوروسته وختونو کې د دوښمنو  تنظیمونواوګروپونو  پخپل منځی اختلافونواوشخ،شولانګوله امله په یوه بدمرغه او در بدره قوم بدل شوی دی.او حکومتی چارواکی اودولتی مسوولین هم ورته انسانی پاملرنه نه لری.زموږ د پراخې او سترې کورنۍ درنو میړونواوځوانانو تردې دمه د شهادت جامونه پورته کړی اودکلی غونډۍ د شهیدانوله بیرغونوډکه داتل شهیدسیدزمان صبری،شهید داودجان صبری،شهید بدیع الزمان صبری،شهید خانزمان صبری،شهیدسردارعلیخان صبری،شهید کریم الله جان پهلوان ارمانجن ارواښاد محمدزمان صبری اونورولسګونو،لسګونوپه ځوانانو        اودرنوویاړلو،نومیالیوسټواروا ګانې د ښادې وی.

زما د ارواښاد کاکا سناتور صاحب یوه درنه اوقدرمنه سټه او ویاړلی نښه یواځې او یواځی د هغه مشر زوی د ستراو بې ساری زغم اوقومی صلابت څښتن ملی،ټولنیزشخصیت،پولاد عزمه کـکرۍ اورښتینی د قوم مشر الحاج مدیر صاحب میرزمان صبری دی چې د زمانې بې شمیره تاړاکونواوسر په سر غمونوسخت زموللی اوپه فزیکی لحاظ سپین ږیری شوی دی.خو هوډ،اراده اوافغانی جسارت اوپښتنی جلال او عظمت یې په درنه پولادې سټه کې له ورایه ځلیږی.د څوځلی نا کامه بمی چاودنو سره ،سره یې اسلامی اووطنپال راسخ عقیدت لا پیاوړی شوی اوورته د اوږده اوصحتمند عمر دوعا کوم .الله پاک دې د هغه سپیڅلی سیوره زموږ دقوم او کورنۍ له سرو نه کموی. 

خدایه څه شول هغه ښکلی،ښکلی خلک ـــ په ظاهرپه باطن سپین سپیڅلی خلکهیڅ خندا مې له دې خلکوسره نه شی ــژړوی مې هغه تللی،تللی خلـــک   نه پوهیږم چې وکـــومی خواته ولاړل ـ لیــــدای نـــه شی هغه مالیدلی خلک 

په هیواد کې د سرتاسری ټیکاواوملی رغاو په هیله
اکبری
۱۹/۳/۲۰۱۸

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا