د غوره کوؤنکی یادونه : دا دی نن می بیا دلوی استاد(استاد خادم بابا)د (خیالی دنیا ) دمنثورو اشعارو د ټولګې څخه دا په زړه پوری ادبی ټوټه چی عنوان دی (ناکامی) را خوښه کړی ، هیله ده خوند او ادبی تنده مو پری ماته شــی
.هغه ژونــد کامیاب نه دی چی تــــــل کامرانی لری ، هغه خوشحالی سړی نه خوشحالوی چی د درد او خوږ به بیه نه وی اخیستل شوې .!د ورځی رڼایی دشپی له تیرې څخه ده .!دلیدو خوند دبیلتانه په غم کښی ـ او دژوندانه فتحه دژوند په ماتی کښی ده !هغه چی له خدایه ابدی راحت غواړی ، هغه دیو داسی جنت آرزو لری چی هلته دلیدو دپاره سترګو پرانیستو، او د خوړلو دپاره خولې بیرته کولو، او داوریدو دپاره غوږ ایښودو ته اړه نه وی !-ترڅو چی ژوند ، ژوند دی ؛ نو په دې کښې برکت له حرکت څخه دی! ـځکه
کامل سکون کټ مټ مرګ دی !- هغه چی وایی په دې دنیا کی بدی ولې شته ، کمی ولی، او بندیزونه ولی ؟ ـ نو دی په حقیقت کی دنیکی دپریمانۍ ، او آزادئ قدر نه پیژنی !ـ او ددی مرغلرو پوره قیمت اداء کول نه غواړی! هر څومره چی یوه خوشحالی شانداره وی ، هغومره هغه لیارې هم سختې وی چی دهغې دحصول دپاره لنډیږی !د ژوند ناکامی په حقیقت کښې هغه کسان غواړی چی دکامیابی وړ وی !