د غوره کوؤنکی یادونه :دا دی نن بیا د لوی استاد ( استاد خادم بابا دټولنیزو افکارو د سلو مقالو( نوی رڼا) څخه دا په زړه پـــوری مـــقاله چی عــنوان یی دی « زما دوه ژبی آشنا » راغوره کړی له تاسو سره په ادبی مینه شریک کوم امید چی په مینه به یی ولولئ
هروخت چی زه خوابدی شم ، ته می خوشحالوی!
هروخت چی زه په خوشحالی کی ترچنې اوړم ، ته می را ګرځوی !
هروخت چی مایوسی په ما حمله راړوی او وژنی می ، ته نجات را کوی !
چی ټول ملګری ا وخبلوان را نه وګرخی ، یو ته یی چی ما سره خبری کوی!
چی وږی شم ، ته می مړوی !
چی ودریږم ، ته می روانوی !
چی بی پردې کیږم ته می درنوی !
ته په زړه کی یی ، اوته می په خواکی !
زما عقل هغه وخت وده کوی ، چی تا سره غږیږی!
زما نظر هغه وخت پراخیږی ، چی ته یی مخکی اوسی!
ته په جهان کی یی او جهانونه په تا کی دی !
زه د ژوندانه خوندونه هغه وخت آخلم چی تاته ګورم !
رما دژوند به کورګی کی د حق ډیوه هغه وخت بله شوه چی تا لکه پرخه وژړولم !
اوزما جمود هغه وخت په حرکت کی راغی چی تا وژړولم !ستا ژبی دوه دی ، خو په دواړو حق وایی !
ستا ژبی دوه دی ، خو وینا د یوه ده !
تا ، ما سره دروغ نه دی ویلی!
تا په ما خپل غرض نه دی تحمیل کړای !
تا ، زه غولولی او تیر ایستلی نه یم !
اې زما لارښوونکی استاذه !
ته هرڅوک سموالای شی ، خو چی سم درسره لاړشی !
ته هره ورانه رغولای شی ، خو چی څوک ستا ومنی !
ته بی زوره زورور یی ا وبی لښکرو باچا !
هرڅه به پریږدم ، خو تا نه شم پریښودی !
ای زما دټول عمر آشنا ! ای له هرچا ښکلیه !
ای زما درد او زما درمانه !
ستا په سر چا وترټلم او چا ونازولم !
ستا له کبله چا دوست کړم ا وچا دشمن !
ستا به واسطه را نه څوک وترهیدل اوڅوک را نه را چاپیره شول !
خو تا ماته دبدۍ ناغوته نه ده کړی !
او نه دی کږه لار را ښودلی ده !
له تا جار شم ـ پرما ګرانه ، ای زما ماتکیه قلمه !