گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زمـــوږ په ګاونــډ یران کــې نــاوړه پېښۍ او زمــونــږغبـــرګون!
زمـــوږ په ګاونــډ یران کــې نــاوړه پېښۍ او زمــونــږغبـــرګون!

زمـــوږ په ګاونــډ یران کــې نــاوړه پېښۍ او زمــونــږغبـــرګون!

په روانه میاشت کې نړئ په ایران کې د دوو سترو غمیزو شاهده وه. دواړو ناورینونو، نه یوازې ایران له ننګونو سره مخ کړ بلکه په سیمه کې یې هم د تاوتریخوالی کچه لوړه کړه.لمړئ ستونځه هغه وخت رامنځته شوه چې د امریکا لخوا د ایران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیمانی او ملګری ووژل شول چې امریکا او ایران یې په سیمه کی د یو لوی بحران په درشل کې ودرول.قاسم سلیمانی مهم عسکری اواستخباراتی شخصیت وه. نوموړی په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لبنان او د سیمی په نورو هېوادونو کی د ایران د تګلارو نوښتګر او پلئ کونکئ بلل کېده. یوه خت یې د امریکا د سی آی اې مشر ډیوید پیټریاس ته داسی پیغام ورلیږلۍ ؤ:“ښاغلئ ډیویډ پیټریاس،زه قاسم سلیمانی په سوریه عراق لبنان، غزه اوافغانستان کې د ایران د تګلارو مدیریت کوم”

ایران د سلیمانی د وژنې په پایله کې د غچ اخیستلو غبرګون وښوده او دغه کار یې حتماً باید کړئ واى. که داسې نه واى نو ځان ورته په کور او بهر کې شرمیدلئ ښکاریده. څرګنده ده چې ایران د داسی غچ هڅه کوله چې د ایران له خاورې څخه بهر وی. خپل ولس ته وښیی چې انتقام یې واخیست، خو عملاً یې د غچ اخیستنې عمل دومره بې اغېزو وى چې امریکا سخت غبرګون ته اړ نشی. بالاخر یې همدغه مانوره ډوله انتقامی عمل وکړ.

شک نشته چې د د امریکا او ایران ترمنځ نوی کړکېچونه د افغانستان لپاره ګواښونه زیږوی.ایران د افغانستان ګاونډى هیواد ده چې کله کله د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرئ ګیلې او بی باوری رامنځته شوې دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسی، فرهنګی، ټولنیزې او اقتصادی اړیکې هم شتون لری.امریکا له افغانستان سره سراتېژیک امنیتی تړون لری. دغه هېواد په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې او لاهم روانه ده.مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې په دغه تړاو په خپلو تګلارو، دریزونو او ناندریو کې د بې پریتوب اصل او انډول په پام کې ونیسی.مونږ د اسلامی ورورولی، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او یو د بل په چارو کې د لاسوهنې نه کولو اصولو ته په کتو د ملی ګټو پر بنسټ د نړئ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کولو ته اړتیا لرو.مونږ د ولسمشرئ ماڼئ هغه څرګندونې تأییدوی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږی او هېڅ هېواد ته حق نه ورکوی چې په افغانستان کې نیابتی جګړې مخته یوسی.دا هم څرګند واقعیت ده چې د ایران سپاه پاسداران د قدس لښکر په عراق سوریه لبنان او افغانستان کې د خپلو ناروا ګټو د خوندیتوب په موخه نیابتی جګړه پرمخ بیولی ده. د فاطمیون لوا کې د لسګونه زره افغانانو استخدام یې ښه بیلګه ده.په ایرانی سپاه پاسداران پورې اړوند د قدس لښکر پخوانى مرستیال اسمعیل قاآنی چې اوس د سلیمانی ځایناستئ ټاکل شوئ ده په ۲۰۱۸ کال په ښکاره ډول بامیانو ته سفر کړئ ده. له والی اونورو اشخاصو سره ناسته کړې. والی یې میلمه پالنه کړې ده او ډالئ یې ورکړی ده. د والی په خبره قاآنی د کابل اړونده ادارو ورته په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال ورپیژندلئ وه او نوموړی هم ځان د مرستیال سفیر په توګه معرفی کړئ وه. حال دا چې نوموړی کله هم په افغانستان کې دیپلوماتیکه دنده نه ده درلودلې. قاآنی افغانستان ته د سفر په مهال هم د قدس لښکر د مرستیال رسمی دنده درلوده. د قدس لښکر په نوم ایرانی ځواک په ګاونډیو هیوادونو کې د فاطمیون او زینبیون په نوم نیابتی جګړو دنده هم پرمخ وړی. بله مهمه خبره دا ده چې د دیپلوماتیکو اصولو له مخې هیڅ بهرنى دیپلومات د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امنیتی ډاډ ترلاسه کولو پرته له هغه ښار څخه بهر نشی تلاى چیرته چې د استوګنې جواز لری، خو ښاغلی قاآنی دغه قانون مات کړئ ده.ایران ته دوهم سرخوږى د اوکراینی مسافر وړونکې الوتکې ویشتل وه چې په الوتکه کې سپاره د لسو افغانانو په شمول ۱۷۶ مسافر یې ووژل.په ټولنیزو رسنیو کې داسې انګیرنې خپرې شوې چې ښایی چې د الوتکې غورځیدل له متحده ایالاتو سره څه تړاو ولری.ایرانی چارواکو د مدافع هوایی سیسټم چلوونکی یو شخص د دې توغندی په شغولو تورن کړئ ده ، او ویلی یې دی چې دغه افسر الوتکه د امریکا لخوا راغلئ یو کروز توغندی ګڼله، چې په غلطی سره یې د هوایی دفاع توغندی د الوتکې په لور وتوغاوه. د الوتکې له غورزیدو وروسته امریکایی رسنیو د الوتکې د ویشتل کیدو خبر خپور کړ. ایران دغه خبر سکوټ دروغ وباله، خو کله چې د الوتکې د ویشتلو د ویدیو د پورته کولو اوازه خپره شوه، ایران ومنله چې الوتکه یې د امریکا د کروز توغندی په شک د انسانی سهوې په نتیجه کې ویشتلې ده.ه ځینو رسنیو کې داسې اوازې هم خپرې شوې چې متحده ایالاتو د بریښنایی جګړې له لارې د ایران د هوایی دفاع سیستم کې ننوتئ چې په پایله کې ایران له مسافرو څخه ډکه الوتکه وویشتله. ځینې امریکایی ویب پاڼې هم لیکی چې کیداى شی اسرائیلی هیکرانو په ایرانی رادار باندی سایبری برید کړی وی، اوکراینی الوتکه یې ورته د دښمن توغندى ښودلئ وی چی په پایله کی د ایران د هوایی دفاع سیستم توغندی د هغی طرف ته وتوغوی.د دواړه پیښو له څیړلو او ارزولو څخه وروسته زمونږ د ولس او چارواکو لپاره د اندېښنې او افسوس خبره داده چې زمونږ هیواد ته د نوموړی شخص راتلل د خپل مشهور رسمی حیثیت له درلوداو سره سره تصادفی او ناڅاپی نه، بلکه په منظمه توګه پلان شوئ او زمونږ د اړونده ادارو په مرسته عملی شوئ ده. د تاسف او پوښتنې ځاى داده چې زمونږ په امنیتی او د بهرنیو چارو وزارت کې هر پردى دښمن په ځانګړې توګه زمونږ شرقی او غربی ګاونډیان څومره پیاوړئ شتون لری!بله اندېښنه مو داده چې زمونږ ګاونډى هیواد ایران په مدیریتی، ټیکنالوژیکی، استخباراتی او کشفی برخو کې څومره تشې لری چې د دښمن د توغندی او مسافر وړونکی الوتکې ترمنځ توپیر نشی کولاى. خورا ستره اندېښنه داده چې که خداى مه کړه دغه هېواد اتومی وسلې ترلاسه کړی او د هغوى په اصطلاح د انسانی سهوې په پایله کې یې په کوم بل هیواد وروشغوی، بیا به څه کیږی؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا