گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زمـــونــږ شهـــــید دغه ډول وه او مــونـږ یې دغه شان لــمانځو !
زمـــونــږ شهـــــید دغه ډول وه    او مــونـږ یې دغه شان لــمانځو !

زمـــونــږ شهـــــید دغه ډول وه او مــونـږ یې دغه شان لــمانځو !

مولوی نصرالله منصورد افغان جگړې ځپلی ؤلس او د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان یوازینې مظلوم شهید

لله الحمد، نه یې په ژوند غصب کړئ ده اونه یې هم پس له مرګه کومه تپه ونیوله. نه یې د مسلمانانو د قاتل لقب په میراث پریښود اونه هم څوک ورته په فساد کې ښکېل ویلاى شی. دالحاد په وړاندی یې سپیڅلی مبارزه او د شوروی تجاوز په وړاندې یې مقدس جهاد زمونږ افتخار او د تاریخ د پاڼو ښکلا ده. که له نجیب سره یې مذاکرات ونکړل، نو له روسانو سره یې هم خبرې کول د هغوى یرغل ته برائت ورکول وبلل او په زغرده یې رد کړل. نه یې له دښمن سره د شهیدانو په وینو سودا وکړه او نه یې هم د مادی امتیازاتو په بدل کې ورسره معاهده لاسلیک کړه.

د امریکایی سناتورانو د داسې غوښتنو منلو څخه څرګند انکار چې د مقدس جهاد اصالت او سپېڅلتیا ته یې زیان رساوه او متعاقبا د امریکا په غوښتنه د پاکستان له خوا ورباندې بندیزونو لګولو د نوموړی شهید متین عزم، مضبوطه اراده او پیاوړئ ایمان کمزورئ نکړاى شو او نه یې هم د هغوى د غلامی ځنځیر په غاړه کې وشرنګاوه.


د افغانستان په هلکه د ایرانی ولسمشر رفسنجانی سپکو خبرو ته یې په زغرده د هغه په مخکې د ایران په خاوره د سلګونو خلکو په وړاندی سخت او له افغانی غرور څخه ډک ځواب ووایه او د احتجاج په توګه یې د تالار په پریښودو کې یې مضبوطو قدمونو د ایمان او هیوادنئ مینې ملګرتیا وکړه. د نوموړی احتجاج رفسنجانی د خپلو خبرو سمون ته اړایست.   د بیګناه انسان په قتل یې خپل قومندان اسلامی محکمې ته وړاندې کړ او د محکمې د حکم له بشپړیدو وروسته قاتل قصاص شو.د افغانانو ترمینځ د جګړو د مخنیوی او د سولې د تحکیم په موخه یې د شپږو ولایتونو ولسی ځواک تیار او د حائل قوت په توګه یې د جګړو مارو ډلو ترمینځ ځاى په ځای کړ.

د جګړه کونکو دروازې یې بیا بیا وټکولې تر څو د افغان وژنې بدمرغه پدیدې ته د پاى ټکئ کیښودل شی.په سلګونو میلیونه یې مصرف کړی خو له شهادت وروسته په ټولو بانکی حسابونوکی یی  شپږزره او څو سوه روپئ درلودې. له پلارنی جایداد پرته، نه په وطن کې کور، مارکیټ او یا هم لوړ پوړیزه ودانی لرى او نه هم له هیواد څخه بهر ملکیت لری.فکری او نظریاتی میراث یې ډیر. مونږ ټول او ډیر نور نور یې هم د دغه شهید د فکری میراث ساتنه  کوی.

خیردا به پریږدو چې چا یې له پرییښی میراث سره وفا او چا هم ورسره جفا وکړه، خو دومره به ووایم مونږ هم له دغه سمندر څخه د میراث په توګه د یوه څاڅکی اوبو په خپلولو ځان د سترې برخې فکری میراث مالک او ټول ژوند به یې له ځانه سره وساتو.سرونه یې پرې شول خو د جابر په وړاندې ښکته نه شول. هډوکی یې په بمونو والوتل خو د وخت د فرعون په وړاندی لکه د موسى علیه السلام امسأ مضبوط اواستوارولاړوه.نن مې یادیږی.نن یې ارمان کوم اونن یې تشه محسوسوم، خونه هیلی نه یو.خپل دغه پوست د استاد یون په لاندینی شعر پاى ته رسوم. 

مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور له شهید ډکتر سید علیشاه موسوی او خدای بښلی مولوی رفیع الله مؤذن سره 

څیرې لېونو خو هـر چا خپل، خپل ګرېوانونه کړه
دا مالت ښاغلو او درنو، په وینو ولاړه
څه پوښتې پامیر نه چې لمن دې ولې څیرې ده.
یو ځلې لیوانو او بیا سپو په وینو ولاړه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا