گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مظلومو او غمجنو زرمت والو! مونږ هم ټول پړه او هم مړه یو!
مظلومو او غمجنو زرمت والو! مونږ هم ټول پړه او هم مړه یو!

مظلومو او غمجنو زرمت والو! مونږ هم ټول پړه او هم مړه یو!

دا یوازې تاسو نه، بلکه دا زموږ دخونړی سرنوشت یوه خونړې بیلګه ده  مونږ ټول هم پړه او هم مړه یو! زمونږ ټول هېواد د سالم مشرتابه له تشو سره لاس او پنجه نرموی. هیڅوک مستثتأ نه دی. مونږ هم په همدغه رنځ اخته یو،خو په ځانګړی توګه ستاسو د مشرانو شخصی رقابتونه، بدنیتئ، منفی ګرایی، په یو او بل د برلاسی هوس، د رقیب د ماتولو لپاره ولسی حیثیت، ګټه او وقار تالاترغه کولو ناروا هڅې هغه ناخوالې دی چې ستاسو پخوانى ټولنیز درنښت او اعتبار یې سخت ټکنى کړئ ده.

په تاسو باندې راغلی او یاهم راوړل شوی هر ناورین او وحشت ژړولئ، ځورولئ او ځپلئ یم،خو په بیوسی او بی کسی مې پړ مه ګڼې.که مو چا د مظلومیت غږ اوریدلاى نو غوښتنه به مو دا وه چې د شپې تهاجمی حملې، د بیګناه خلکو وژل، د کورونو نړول د وحشتونو داسی بیلګې دی چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده. د زرمت او دغه وړ نورې غمیزې په ژوره توګه وڅیړئ او د جنایت د ثبوت په صورت کې مجرمین عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارئ او دغو جنایتکارانو ته سخته سزا وغواړئ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا